Pages

Pashto Ghazal by Naheed Sahar


2 comments:

  1. غزل

    نن مي مهجبینه په جبین باندي خالونه ږدی
    یا ځما په سوي زړه د اور سوي داغونه ږدي

    زلفي ئي شانه کړي واګذاري په شانه کړلي
    ښکاري چه شاهین ته مي د زړه ښکاري دامونه ږدي

    لاړم جماعت چه دیدن وکړم د یار
    دعا ئي بهانه کړله په مخ باندي لاسونه ږدي

    زه چه ئي د جورودجفا په کانړو ویشتي وم
    نن هغه ګل رنګه په مزار ځما ګلونه ږدي

    ټول عمر ئي زه یمه څیزلي د هجران په اور
    زړه څیزي په ما اوس په مزار مي چراغونه ږدي

    زه هم ځم د یار مینه کښ غرونو ماتولو له
    ماته د فرهاد په شاني هم هسي شرطونه ږدي

    خیاله خیالولي خپلي سترګي به زه فرش کړمه
    لال که پري په نازو په ادا څو قدمونه ږدي

    امدادالله خیال هشتنغر

    ReplyDelete