غزلنن مي مهجبینه په جبین باندي خالونه ږدییا ځما په سوي زړه د اور سوي داغونه ږديزلفي ئي شانه کړي واګذاري په شانه کړليښکاري چه شاهین ته مي د زړه ښکاري دامونه ږديلاړم جماعت چه دیدن وکړم د یاردعا ئي بهانه کړله په مخ باندي لاسونه ږديزه چه ئي د جورودجفا په کانړو ویشتي ومنن هغه ګل رنګه په مزار ځما ګلونه ږديټول عمر ئي زه یمه څیزلي د هجران په اورزړه څیزي په ما اوس په مزار مي چراغونه ږديزه هم ځم د یار مینه کښ غرونو ماتولو لهماته د فرهاد په شاني هم هسي شرطونه ږديخیاله خیالولي خپلي سترګي به زه فرش کړمهلال که پري په نازو په ادا څو قدمونه ږديامدادالله خیال هشتنغر
ډېر په زړۀ پورېډېر ښکلى
غزل
ReplyDeleteنن مي مهجبینه په جبین باندي خالونه ږدی
یا ځما په سوي زړه د اور سوي داغونه ږدي
زلفي ئي شانه کړي واګذاري په شانه کړلي
ښکاري چه شاهین ته مي د زړه ښکاري دامونه ږدي
لاړم جماعت چه دیدن وکړم د یار
دعا ئي بهانه کړله په مخ باندي لاسونه ږدي
زه چه ئي د جورودجفا په کانړو ویشتي وم
نن هغه ګل رنګه په مزار ځما ګلونه ږدي
ټول عمر ئي زه یمه څیزلي د هجران په اور
زړه څیزي په ما اوس په مزار مي چراغونه ږدي
زه هم ځم د یار مینه کښ غرونو ماتولو له
ماته د فرهاد په شاني هم هسي شرطونه ږدي
خیاله خیالولي خپلي سترګي به زه فرش کړمه
لال که پري په نازو په ادا څو قدمونه ږدي
امدادالله خیال هشتنغر
ډېر په زړۀ پورې
Deleteډېر ښکلى